
د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا...عبدا....ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان دسولې په بهیر کې د ایران دریځونه مهم دي ټينګارکړی،ایران دیوه ګاونډي هیواد په توګه ،د افغانستان د سولې دبهیر په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي .
ډاکټر عبدا... چې تهران ته په سفر راغلی ، بیګا له ایرنا خبری آژانس سره په خصوصي مرکې کې دې ته په اشارې سره چې د سیمې د هیوادونو ملګرتیا د سولې او خبرواترو د بهیر په پرمختګ کې مرسته کولی شي،وئيلي دي،د په سیمه ایزو او نړیوالو مشورو کې د ګاونډي هیواد دریځونه د افغانستان لپاره ډير مهم دي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان خلک دتل پاتې سولې او همداراز د هغو بریاؤ،چې ورپاره ئې قربانۍ ورکړي دي ساتل غواړي، ووئيل له نیکمرغه د ایران او افغانستان دریځونه سره ډير نزدې دي .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر د ایران او افغانستان د ملګرتیاؤ د جامع سند د ترټولو وروستي وضعیّت په باب هم وئيلي ، داقتصادي مناسباتو پراختیا، ددواړو هیوادونو په ګټه ده ،نو ځکه په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په جامع سند کار شوی او یو لړ پرمختګونه هم پکې شوي دي .