IQNA

د سولې له بهیره په ملاتړکې د ایران دریځونه دافغانستان لپاره مهم دي

11:47 - October 20, 2020
د خبر لمبر: 3483728
تهران(ایکنا) -د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر د ایران او افغانستان د ملګرتیاؤ د جامع سند د ترټولو وروستي وضعیّت په باب هم وئيلي ، داقتصادي مناسباتو پراختیا، ددواړو هیوادونو په ګټه ده ،نو ځکه په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په جامع سند کار شوی او یو لړ پرمختګونه هم پکې شوي دي .

د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا...عبدا....ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان دسولې په بهیر کې د ایران دریځونه مهم دي ټينګارکړی،ایران دیوه ګاونډي هیواد په توګه ،د افغانستان د سولې دبهیر په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي .

ډاکټر عبدا... چې تهران ته په سفر راغلی ، بیګا له ایرنا خبری آژانس سره په خصوصي مرکې کې دې ته په اشارې سره چې د سیمې د هیوادونو ملګرتیا د سولې او خبرواترو د بهیر په پرمختګ کې مرسته کولی شي،وئيلي دي،د په سیمه ایزو او نړیوالو مشورو کې د ګاونډي هیواد دریځونه د افغانستان لپاره ډير مهم دي .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان خلک دتل پاتې سولې او همداراز د هغو بریاؤ،چې ورپاره ئې قربانۍ ورکړي دي ساتل غواړي، ووئيل له نیکمرغه د ایران او افغانستان دریځونه سره ډير نزدې دي .

د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر د ایران او افغانستان د ملګرتیاؤ د جامع سند د ترټولو وروستي وضعیّت په باب هم وئيلي ، داقتصادي مناسباتو پراختیا، ددواړو هیوادونو په ګټه ده ،نو ځکه په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په جامع سند کار شوی او یو لړ پرمختګونه هم پکې شوي دي .

تهران راډیو

captcha