دغه سټیډیم کې نن زرګونه کسان د ويزې ترلاسه کولو لپاره ور ټول وو.
عیني شاهدان وايي، بېروبار او هجوم کې مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، نن لسګونه زره خلک د پاکستان د ویزې اخیستلو ته ټول شوي وو او د ډېر بیروبار له امله ۱۱ مېرمنې مړې او د لسو(11) مېرمنو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شول.
نوموړی وايي، د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د بیروبار مخنیوي لپاره یې د ویزې اخیستلو بهیر فوټبال لوبغاړي ته لېږدول و:
"په همدې موخه تر ۳۲۰ زیات نارینه او ښځینه پولیس په دندو ګمارل شوي او لسګونه ملکي مامورینو ته د اداري کار د تر سره کولو په موخه دنده ورکړل شوه."
د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکو وویل د ۱۲ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ژوبل کسان ور وړل شوي چې عمرونه يې د پنځوس او شپيتو کلونو ترمنځ دي. ژوبلو کې دري (3) نارينه دي.
جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ هم دې پېښې ته غبرګون کې ویلي: "ګڼ شمېر خلک د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ویزې لپاره ټول شوي وو او د ناسم مدیریت او ټېل ماټېل له امله ۱۲ مېرمنې مړې شوي."
د کورونا وبا له امله د مارچ پر ۱۶ پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکول وځنډول.
خو نږدې اوه(7) میاشتې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت د اکتوبر په ۱۲ وویل چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.
دغه سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، په کابل کې د سفارت ترڅنګ يې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزارشریف کې د دغه هېواد اړوندو کونسلګریو هم هغه خدمات پيل کړي چې د کورونا وبا له کبله ځنډيدلي وو.
د ویزې ورکولو د چارې بیا پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګرو په تېره جلال اباد کونسلګرۍ بیروبار جوړ شو.
ځايي چارواکو د ویزې ترلاسولو چاره کې د درغلۍ د مخنیوي او د دې بهیر د روڼتیا لپاره د کونسلګرۍ په ځای د فوټبال سټیدیم غوره کړ.