IQNA

امریکا او پاکستان د افغانستان دسولې په باب سره معامله کوي

16:38 - October 24, 2020
د خبر لمبر: 3483739
تهران (ایکنا) -د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ، ددغه هیواد ولس د جنګ جګړو پاي او دسولې او اوربند ټينګیدا غواړي ، نه داسې سوله چې امریکا ئې نیّت لري ، ددغه هیواد پر ولس ئې وتپي .

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي نن په یولړ څرګندونو کې د طالبانو ډلې او د اشرف غني دحکومت د سولې د خبرواترو بهیر د امریکا او پاکستان ترمینځ یوه معامله بللې او وئيلي ئې دي، دغه شان معامله له افغانستانه د شوروي د وتلو په وخت هم د پاکستان او امریکا ترمینځ شوي ، چې دافغانستان ولس ئې په روانه بدبختۍ اخته کړي دي .

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې،ددغه هیواد ولس د جنګ جګړو پاي او دسولې او اوربند ټينګیدا غواړي ، نه داسې سوله چې امریکا ئې نیّت لري ، ددغه هیواد پر ولس ئې وتپي .

حامد کرزي په قطر کې د طالبانوډلې ا و د افغان حکومت دسولې خبرواترو ته په اشارې سره ټينګار کړی،ددغو خبرواترو تر شا باید هیڅ ډول معماله وجود ونه لرل شي .

ډيری شناندي او کارپوهان وائي،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي، د امریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په درشل کې په زور او دباؤ سره یوه داسې سوله پر افغان ولس وتپي،چې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ د انتخاباتو په بریالیتوب کې ورځيني پخپله ګټه استفاده وکړائ شي .

تهران راډیو

captcha