IQNA

له ملګرو ملتو د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواکه کمیشن غوښتنه

16:00 - October 25, 2020
د خبر لمبر: 3483743
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیشن د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې له مذاکراتو د ملګرو ملتو د اغیزناک ملاتړ غوښتنه وکړه.

 

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیشن د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې له مذاکراتو د ملګرو ملتو د اغیزناک ملاتړ غوښتنه وکړه.

شفقنا خبري آژانس لیکلي دي چې د افغانستان د بشري حقوقو خپلواکه کمیشن پرون هیله څرګنده کړې چې ملګري ملتونه په نړیوالو اغیزشیندنو سره وتوانیږي د جنګ د مخنیوي، د صلحې د ټینګښت، اوربند او د امنیت د تامینولو په شمول خپلو اصلي موخو ته ورسیږي.

دغه ارګان هم داشان له ملګرو ملتو وغوښتل چې له بې وزلۍ او فساد سره د مقابلې، د بشري حقوقو د ارزښتونو د پراختیا او هراړخیزې ودې او پراختیا ته د رسیدو په کار کښې د افغانستان ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواکه کمیشن په داسې حال کښې په بین الافغني خبروترو کښې له ملګرو ملتو د ملاتړ او اغیزشیندنې غوښتنه کړې چې د قطر په پلازمینې دوحه کښې د افغانستان د صلحې له مذاکراتو کابو د څلویښتو ورځو په تیریدو سره دواړه لوري لا هم نه دي توانیدلې چې د اختلافاتو د هواري په سر موافقې ته ورسیږي.

تهران راډیو

 

captcha