په پېښور کې چاودنه نن سهار شوې ده او له امله یې اووه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه مړی وروړل شوي دي.
د پېښور ځایي پولیس وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.دغه چاودنه دپیښور په دیرکالونی کی په یوه مدرسه کی شوی ده .ویل کیږی چی په دغه چاودنه کی له پینځو تر شپږو کلوګرامو پورې چاودیدونکی مواد کارول شوی دی .د پولیسو یوه افسر ویلی دی چی کله په مدرسه کی د قران پاک کلاس روان وو نو یوه کس په مدرسه کې یو بیګ کیښوده .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په شمول د پاکستان چارواکو او سیاسی شخصیتونو د پیښور حمله په کلکه غندلی ده .
3931499