
هغه نن په فیسبوک پاڼه کښې طالبانو ډله د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي باندې د پرونۍ خونړۍ حملې مسوله وبلله او ویې ویل د کابل پوهنتون په انګڼ کښې د جګړې له ځای څخه د دغه ډلې بیرغ او اعلامیې کشف شوي او په دغه حملې کښې د لاس لرلو په هکله د داعش ټروریسټي ډلې ادعا بې اساسه ده .
د امر الله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان طالبانو ډلې د کابل د حملې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي او داعش ترهګرې ډلې ویلي دي دغه برید دوی کړی دی .
د افغانستان حکومت د کابل پوهنتون د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د اعلانولو لپاره نن په هیواد کښې عمومی ویر اعلان کړ ږ
نن به به ټول افغانستان او خارج کښې د هیواد په سفارتونو کښې ملی بیرغ نیمه ځوړنده وي .
تهران راډیو