IQNA

د امریکا په وړاندې په مقاومت د مشر تابه د ستر مقام ټینګار

21:58 - November 04, 2020
د خبر لمبر: 3483780
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت حساب شوی سیاست په امریکا کښې د چارواکو په بدلیدا سره نه بدلیږي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د هغه د یوه(۱) ګران لسمي حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړو په مناسبت په ټیلي ويژن باندې ژوندۍ وینا کښې د امریکا د زیات غوښتنې په وړاندې د  مقاومت په عاقلانه سیاست ټینګار وکړ .
هغه په خپلې وینا کښې په دریو (۳) موضوعګانو یعني د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص د نیکمرغه زوکړې ، د وحدت د اونۍ او له استکبار سره د مبارزې له ملي ورځې سره د دغو دوو(۲) نیکمرغو زوکړو د سمون خوړلو په مناسبت داسې مهم ټکي بیان کړل چې د اسلامي نړۍ په اوسنیو شرایطو او د سلطې د نظام په مقابلې کښې د ضرورت په وجه ډیر اهمیت لري .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په اسلامي دنیا کښې د وحدت د اهمیت په بیانولو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي شاته هدفونو ته په اشارې سره وویل د فرانسې د حکومت او د ځینو نوروهیوادونو ناوړه او تریخ ملاتړ دغه چاره په ګوته کوي د دغو سپکاویو شاته د تیرو وختونو په شان پلانونه او تشکیلات شته .
هغه حضرت د یوه (۱)کارټون جوړونکي له  جنایتکار عمل او کلتوري وحشي توب څخه فرانسې د ولسمشر مکرون او د هغه د حکومت دفاع کول او دغه راز د عراق له  پخواني دیکتاتور صدام او منافقینو ډلې د پاریس دفاع کول د یوې (۱) سکې دوه (۲)مخونه وبلل .
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په نن ورځې وینا کښې بل مهم ټکی د امریکا د سلطې غوښتنې او د استکبار حقیقي ماهیت دی .
امریکا  کلونه کلونه کیږي چې په ټولې نړۍ باندې د سلطې کوشش کوي او د انحصار غوښتنې او د سلطې د موندلو لپاره له هرې وسیلې حتی له علم او ټیکنالوژۍ استفاده کوي .
امریکا د لومړي ځل لپاره په اټومي وسلو سره د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو بریدونه وکړل او په دغه بوږنونکي جنایت سره د سلطې د موندلو لپاره یې د علم او د ټیکنالوژۍ د کارولو لپاره نوی رسم  رامینځته کړ .
په اوس وخت کښې هم امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې (۱۱) نیټې له پیښې وروسته د وارمخکې جنګونو په شروع کولوسره یو(۱) بل نوی رسم  رامینځته کړی دی .
دغو تاریخي حقیقتونو او بهیرونو ته په پام سره دي چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یمن کښې د پینځه (۵)کلن جنګ ، د سعودي عربستان په لاس په خلکو باندې له ظلم څخه د ډکو بمباریو او د فلسطین په مسلې سترګو پټولو سره اسلام  ته د څو ذلیلو حکومتونو د سپکاوي په شان د اسلامي نړۍ د ترخو پیښو درملنه د مسلمانانو له اتحاد سره تړلي وبلله او ټینګار یې وکړ له کشمیر رانیولي تر لیبیا پورې د اسلامي ملتونو او د حکومتونو مشکلات او ستونزې به د اسلامي امت د وحدت په برکت ختمې شي .
د ایران د ملت پرضد د امریکا غلیمانه سیاست د واشنګټن د استکباري خوی یوه(۱) برخه ده .
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د نن ورځې خبرې په حقیقت کښې دتاریخ د عبرت ورزده کونکو درسونو یادونکي  او د دغه حقیقت بیانونکي دي چې له تیر وخت څخه تراوسه د امریکا کړچار نه دی بدل شوی ځکه چې په نړیوالو اړخونو کښې د سلطې لپاره له هڅې او له بې حده او بې اندازې سلطې غوښتنې سره یوځای شرارتونه اوس هم د امریکا په ذات کښې موجود دي .
همدغه وجه ده چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود په امریکا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو شرمونکو او ناوړه کړچارونو ته په اشارې سره دغه حالت د لیبرال ډیموکراسۍ د کرغیړنې څیرې یوه (۱) بیلګه وبلله او ویې ویل له دې ورتیر چې په امریکا کښې واک ته څوک رسیږي اوسني حالات په دغه هیواد کښې د زیاتې  مدني ،   سیاسي او د اخلاقي  ځوړتیا ښودنه کوي او دا داسې موضوع ده چې په امریکا کښې د فکر خاوندان ورباندې اعتراف کوي .
په دغو ټولو اړخونو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  د نن ورځې وینا په یوې (۱) منطقي او ستراتیژیکې نتیجې ټینګار لري چې له دې مخکې یې هم په خپلو ویناګانو کښې  ورباندې ټینګار کړی دی .
د مشر تابه د ستر لارښود دغه ستراتيژیکه وینا د دغه حقیقت یادونه کوي چې له ایران سره د امریکا د دښمنۍ علت د واشنګټن د ظالمانه سیاستونو نه منل دي .
د امریکا د دښمنۍ د ختمولو یوازنۍ لاره د واشنګټن ناهیلې کول دي او په همدې دلیل باید قوي ووسو او د قدرت حقیقي اوزارونه باید پیاوړي کړو .
تهران راډیو
captcha