
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د کابل په ارګ کې دملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا..عبدا..سره د طالبانو ډلې د وروستیو حملو د زیاتیدا او دغه راز د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړي ، او پتيّلي ئې ده چې د هیواد د واکوالۍ او د اساسی قانون د حاکمیّت په سر له هیچا سره هیڅ ډول سازباز نه کوي .
د طالبانو د څملو پراختیا،په کابل او ځينو نوروښارونو کې دومدارې چاودنې ،په قطر کې د روغې جوړې د خبرواترو بندون او په وړاندې ئې چلنجونه ، د ملی مصالحې د عالی شورا دغړو نیمګړي پاتیکیدا، تهران ته د عبدا... وروستی سفر او له لوړپوړو ایرانیو چارواکو سره دهغه لیده کاته، د اشرف غني او عبدا... عبدا...د لیدوکاتو د ترټولو مهمې موضوعګانې وې.
دا لیده کاته په داسې حال کې شوي چې له یوه پلوه د طالبانو حملو زور اخستی او له بل پلوه دګلبدین حکمتیار په څير ځيني جګړه مار کسان هم په افغانستان کې وروستیو حالاتو ته په پام سره د موقتي حکومت د جوړیدا ډنډورې وهي .
تهران راډیو