IQNA

بايډن: د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړخبره ده

22:33 - November 11, 2020
د خبر لمبر: 3483796
تهران (ایکنا) - د هغه په خبره د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده او خپل حیثیت نور هم خرابوي.
بايډن په تازه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې ټرمپ د درغلۍ ادعاوې کوي خو له دې ادعاوو سره نوموړي ته په کار ده چې ژر تر ژره د واک لېږد ته تیاری ونیسي.
د هغه په خبره د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده او خپل حیثیت نور هم خرابوي.
بایډن دغه راز زیاته کړې چې دده ټیم دمګړی د واک د لېږد پر مسئله بوخت دی او پر دې بحثونه روان دي چې په راتلونکي حکومت کې به څوک کوم مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړي تمه ښودلې چې ټرمپ ژر تر ژره خپله ماتې ومني او د واک د لېږد لپاره ټول رسمي مراسم ترسره کړي.
جوبایډن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په امریکا کې ټاکنې ترسره شوي چې د بایډن رایې له ډونالډ ټرمپ زیاتې وي.
تهران راډیو
captcha