IQNA

د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرامپ بیړه

11:17 - November 15, 2020
د خبر لمبر: 3483804
د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرامپ بیړه
تهران (ایکنا) -ټرامپ د افغانستان وضعیت ته په بې غورۍ سره غواړي افغان دولت یوازې پریږدي او خپلي ټولي سرتیري د روان کال تر پایه پوري د افغانستان څخه وباسي.

په پنتاګون کې تر وروستیو بدلونونو وروسته داسي اندېښنې پیدا شوي ګواکې ټرامپ غواړي د افغانستان وضعیت ته په بې غوړۍ سره افغان دولت یوازې پریږدي او د دې هیواد څخه ټول امریکایي ځواکونه وباسي.

د نیویورک ټایمز د راپور سره سم، امریکایي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره په چټکو هڅو بوخت دي.

ورځپانې زیاتوي چي ټرامپ ډیري زمني او وعدې وکړې خو داسي معلومیږي چي غواړي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ژمنه هرو مرو عملي کړي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان سکاټ میلر دمګړي په امریکا کې دی او د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر مهال وېش بحث کوي.

د پنټاګون ټوله هغه رهبري بدله شوې چې له افغانستان یې په بېړنۍ توګه د سرتېرو له ایستلو سره مخالفت کاوه، په سر کې یې د دفاع مخکینی وزیر مارک ایسپر و، چې له افغانستان یې د ټولو سرتېرو د ایستلو مخالفت کاوه.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اسپېر چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ لخوا له دندې ګوښه کړل شو، وایي د افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل خطرناکه دی نو ځکه ټرمپ ته په کار ده چې له خپلو عجولانه پرېکړو په شا شي.

دا په داسي حال کې دی چي په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت تر مینځ خبري اترې روانې دي، کارپوهان په دې باور دي چي د ټرامپ اقدامات د افغان دولت د کمزوري کېدو سبب ګرځېدلی او طالبانو ته د فوځي بریا سیګنالونه ورکوي.

تهران راډیو

captcha