د اتبار په ورځ د استامبول ښار د بوسفور سیمې په وانیکوی تاریخي جومات اور واخیست.
د استامبول ښار اور وژونکي ټیم په خپلې ټویټر پاڼه ویلي: دې ټیم د اسکدار په سیمه کې د وانیکوی لرګي جومات اور کنټرول کړ.
د ډیلي صباح ورځپاڼې د دې جومات د تاریخ په اړه ولیکل: د دې لرګي جومات د جوړولو تاریخ ۳۵۰ کاله مخې ۱۶۷۰ کال ته ګرځي.
د ترکیې سرچینو په دې جومات کې د اور لګیدو د علت په اړه څه نه دي خپور کړې.