IQNA

د افغان ملکي وګړو پر وژله د اسټرالیا اعتراف

23:08 - November 19, 2020
د خبر لمبر: 3483819
تهران (ایکنا) - د اسټرالیا د دفاع وزارت یو راپور وایي، باوري شواهد شته چې اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي.
د دغه هېواد دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د خپلو سرتېرو د ناوړه چلند په تړاو د څېړنو پایلې خپرې کړې دي.
د ترسره شوو څېړنو پر مهال ۵۷ پېښې څېړل شوې او زرګونه کسانو شاهدي ویلې ده.
د اسټرالیا د دفاع وزیر جنرال انګس کمپبل ویلي چې د هغوی ۲۵ د هوایي ځواکونو سرتېري په یاده پېښه کې ښکېل دي.
بلخوا، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان د ولسمشریزي ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چي په دې ټلیفوني اړیکه کې د استرالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو د تاسف څرګندولو ترڅنګ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت به تامین شي.
اسټرالیا دا مهال په افغانستان کې ۴۰۰ سرتېري لري چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.
تهران راډیو
captcha