څرنګه چې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د سعودي عربستان د فضا د پاسه د نیغ په نیغه الوتونو لپاره دائمي اجازه نلرله د صهیونیسټ رژيم مشرانو په تیرې دوشنبې ورځ د دغه اجازې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د حکومت د مرستې او مداخلې غوښتنه وکړه .
د صهیونیسټ رژيم له دغه غوښتنې وروسته د امریکا د ولسمشر لوړرتبه سلاکار جیراډ کوشنر او د ولسمشر مرستیال اوی برکووینز د سعودي عربستان له چارواکو سره په خبرو کښې د عربستان له حریم څخه د صهیونیسټ رژيم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ترلاسه کړه .
تهران راډیو