IQNA

د یمن په جنګ کښې د عربستان او د متحده عربي اماراتو د اختلاف زیاتیدل

23:34 - December 01, 2020
د خبر لمبر: 3483868
تهران (ایکنا) - له سیاسي او پوځي اختلافاتو وروسته د یمن په جنګ کښې د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د جاسوسۍ د مرکزونو ترمینځ هم اختلاف زیات شوی دی .

د یمن پرضد جنګ د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال د مارچ د میاشتې له شپږویشمې (۲۶) نیټې څخه پیل شو .
د دغه جنګ چې نهه شپیتمې (۶۹) میاشتې ته ورداخل شوی دوه (۲) اصلي لوبغاړي سعودي عربستان او متحده عربي امارات دي .
د یمن د جنګ د کابو یو(۱) کال له تیریدا وروسته  د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافات راښکاره شول .
د دغو اختلافاتو اصلي چورلیز هم د یمن په داخل کښې د نفوذ حوزه وه .
متحده عربي امارات ډیر زر په یمن کښې د سعودي عربستان په سیال بدل شو .
ځکه چې متحده عرب امارات خپل تمرکز د یمن په سقطری سټراتیژیکې جزیرې لري او ابوظهبۍ هڅه وکړه دغه ټاپو تر خپل کنټرو لاندې وساتي.
که څه هم سعودي عربستان لومړۍ د متحده عربي اماراتو له دغه کړچا سره مخالف و خو د دې لپاره چې په جنګ کښې له ځان سره د متحده عربي اماراتو ملګرتیا ولري په مجبوره سره یې په سقطری جزیرې کښې د ابوظهبۍ له نفوذ سره موافقت وکړ .
په جغرافیايي نفوذ سربیره عربستان او متحده عربي امارات د سیاسي نفوذ په هکله هم له جدي اختلافاتو سره مخ شول .
متحده عربي امارات د یمن د پخواني ولسمشر منصور هادي په کابینې کښې ځان ته د نږدې کسانو د شتون غوښتونکی و خو د یمن استعفا شوي ولسمشر او دغه راز عربستان له دغه موضوع سره مخالفت وکړ .
پر دې اساس متحده عربي اماراتو په یمن کښې د جنوب انتقالي شورا جوړه کړه او  د عدن څنګ ته کړی شوی والي «عیدروس الزبیدي» د دغه شورا د مشر په توګه غوره شو .
همدا اوس د یمن انتقالي شورا نه یوازې د استعفا شوي حکومت لپاره مهمه سیاله ده بلکې یوډول یې د یمن په جنوب کښې موازي حکومت جوړ کړی دی او حتی د منصور هادي د حکومت  په پرتله له سیاسي او پوځي پلوه لا ښه موقعیت لري .
دغه حالت د یمن په جنوب کښې د سعودي عربستان او د  متحده عربي اماراتو ترمینځ د جدي جنګونو د رامینځته کیدا سبب شوی دی .
د یمن په جنوب کښې ابین (Abyan) ولایت د اوسنیو جنګونو مرکز دی چې له کبله یې د دواړو لورو په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .
دسعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمینځ اختلافات استخباراتي حوزې ته هم وغځیدل .
خیلج انلاین اینټرنیټ پاڼې څه موده مخکې په یوه(۱) راپور کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د جاسوسۍ د مرکزونو ترمینځ د پټو اختلافاتو خبر ورکړ او ویې لیکل په ائتلاف کښې د سعودي عربستان د ځواکونو قومندنۍ په دغه ائتلاف کښې د ګډون کونکو هیوادونو په تیره بیا د متحده عربي اماراتو د استخباراتي مرکزونو د اختیار د له سره تنظیمولو غوښتنه وکړه .
دغه اختلافات  په تیره بیا د استخباراتو په برخه کښې اختلاف د دې ښودنه کوي چې د یمن د جنګ په ډګر کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمینځ بې اعتمادۍ زیاته شوي ده .
دغه بې اعتمادۍ تر دې حده ده  چې په یمن کښې د سعودي عربستان جاسوسۍ ادارې ولیعهد محمد بن سلمان ته وویل د متحده عربي اماراتو جاسوسۍ اداره د یمن استعفا شوي حکومت ته د اړونده ډلو او د تشکیلاتو د ړنګولو په هدف سره په قصدي ډول پوځي ځواکونه په تیره بیا هوايي ځواکونه بې لارې کوي .
له بلې خوا د استخباراتي اختلافاتو  په زیاتیدا سره په جنګ کښې د سعودي عربستان ائتلاف ته د تاوانونو رسیدل هم زیات شوي دي .
که څه هم د وخت په تیریدا سره د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي او یرغلیز قدرت زیات شوی دی او د سعودي عربستان د ننه د یمن پوځ په توغندیو او بې پایلوټه الوتکو  سره بریدونه کړي دي .
خو د سعودي عربستان جاسوسۍ اداره له متحده عربي اماراتو سره اختلافات د یمن د ملي ژغورنې له حکومت څخه د تاوانونو په زیاتیدا کښې اغیز شیندونکي ګڼي .
داسې ښکاري متحده عربي امارات هڅه کوي د جنګ له پوځي چارو په واټن اخیستلو سره په یمن کښې خپل سیاسي او جغرافیايي نفوذ زیات کړي او په جنګ کښې د سعودي عربستان د سیال په توګه عمل کوي .
captcha