IQNA

د آیت الله مصباح یزدي د روغیتا لپاره د بحرین د شیعیانو د لارښود دعا

23:55 - December 02, 2020
د خبر لمبر: 3483872
تهران(ایکنا) - د بحرین د وفاقي غورځنګ مشر آیت الله شیخ عیسی قاسم د آیت الله مصباح یزدي د روغتیا او سلامتۍ لپاره د دعا پخوا کې له مومنینو غوښتنه وکړه چې د دوي د زر روغتیا لپاره دعا وکړي.

د بحرین د شیعیانو لارښور له مومنینو غوښتنه کړې چې د آیت الله مصباح یزدي د لوې عمر او روغتیا لپاره په لمونځونو کې دعا وکړې او صدقه ورکړي.
شیخ عیسی قاسم په دغه بیانیه کې دعا کړې چې خدای دې آیت الله مصباح یزدي ته د اسلام او مسلمانانو د لازیات خدمت کولو لپاره روغتیا ورکړي.
د آیت الله مصباح یزدي د ناروغتیا خبر په خپریدو سره د دوي دفتر په یو بیانیه کې خبر ورکړ چې دوي سخت ناروغه دي او په کور کې د ډاکټرانو د څارنې لاندې دي. په دې بیانیه کې له ټولو مینه والو غوښتنه شوې چې د دوي د زر تر زره روغتیا او صحت لپاره دعا او توسل وکړي.
3938821

captcha