IQNA

د قران تفسیر د مجازی تعلیم په برخه کې د مصر او پاکستان ترمنځ همکاري

23:27 - December 04, 2020
د خبر لمبر: 3483879
تهران (ایکنا) - د مصر دارالفتوای، د پاکستان پوهنتون زده کونکو لپاره د قران کریم او د تفسیر مجازي تعلیم برنامه ترسره کوي.

په اسلام آباد کې د مصر سفیر طارق دحروج، د پاکستان په لاهور ښار کې د پنجاب د پوهنتون له مشر محمد سلیم سره په کتنه کې، د مصر دارالفتوای لخوا د کلمه د عنوان ترلاندې د پاکستان پوهنتون زده کونکو لپاره د قران کریم او د تفسیر مجازي تعلیم برنامه ترسره کوي.
د دې پروزې هدف، پاکستاني محصلانو ته د قرآن او تفسیر صحیح تعلیم او له افراطی ډلو لخوا د دوي له افراطي تفسیرنو مخ نیول دي.
د پاکستان د پنجاب ولایت محلي حکومت د اسلام په تعلیم کې له افراطي ډلو لخوا د افراطي تفسیرونو له ودې مخنیوي دی او له همدې امله د دې ولایت د محصلانو لپاره د قرآن کریم تعلیم لازمي دی، دا په داسې حال کې دي چې د پاکستاني محصلانو ترمینځه د عربي ژبې د تعلیم د کمۍ له امله دا مسئله لوې ستونزې سره مخ ده.
د پنجاب پوهنتون د پاکستان له لرغونو پوهنتون څخه دی چې په ۱۸۸۲ کښې جوړ شوې و او تقریبا ۴۷ زره محصلان لري.
3938985

captcha