په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي چارو سرپرست مجتبی نوروزی وویل: دغه نندارتون د ۳۰ ایراني او ۱۱ افغان ناشرانو په ګډون په مزاره کې پرانیستل شو.
نوروزی زیاته کړه: د دغه نندارتون لپاره امنیتي تدابیر د اتو ورځو لپاره پلان شوي دي.
تېره میاشت په کابل کې هم د افغانستان او ایران ګډ نندارتون پرانیستل شو خو په لومړي ورځ یې د کابل پوهنتون له ټروریستي برید سره مخامخ شو چي د زیات شمېر محصلینو د وژل کېدو سبب وګرځېد.
پښتو راډیو