IQNA

د پاکستان له فرانسې سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو پریکولو لپاره مشورې

23:52 - December 09, 2020
د خبر لمبر: 3483894
تهران (ایکنا) - د پاکستان لومړي وزیر، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر له پیرس سره د اړیکو پریکولو لپاره د اسلامي هیوادنو له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره وټاکلو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې هیواد د کابینې په نننۍ غونډه کښې په فرانس کښې د اسلام ویرولو په پیښو کې د زیاتوالي له امله له دې هیواد سره د اړیکو د پریکولو په اړه د اسلامي هیواد له مشرانو سره د سلا مشورې کولو خبر ورکړ.
هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له اسلامي همکارۍ ادارې له غړو هیوادونو له مشرانو سره د اړیکې نیولو لپاره وټاکلو چې پایلې به یې د پاکستان حکومتي کابینې ته وړاندې کړي. د پاکستان وزیراعظم له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره د مقابلې لپاره په نړیواله سویه د خبرواترو او صلاح مشورو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
عمران خان نن په اسلام آباد کښې د خپلې کابینې په غونډه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې په مسلمانانو او د هغوي په مقدسو ځایونو حملې کیږي او قرآن سوځول کیږي، وویل: پکار دي چې په دنیا کښې یوه ورځ (له اسلامه د ویرونې د جرړه ایستلو) په نامه ونوموله شي.
په دغې غونډه کښې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د اسلامي ملګرتیا د سازمان وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: د دغه سازمان ټول غړي په غیرقانوني توګه نیول شوي جمو و کشمیر کښې د هندوستان جنایتونه غندي.
قریشي له دې مخکښې هم له ملګرو ملتو غوښتې وو چې له اسلامه د ویرونې د ښکارندې سختیدو ته غبرګون وښايي او په خلاف یې اقدام وکړي.
3939926

captcha