IQNA

امریکا نور هیوادونه د فلسطین د آرمان قرباني کولو ته لمسوي

11:13 - December 12, 2020
د خبر لمبر: 3483900
تهران (ایکنا) - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یو پيغام کښې ټینګار کړی چې امریکا په مختلفو طریقو نور هیوادونه د فلسطین د آرمان د قرباني کولو او د ځمکو له غلو سره ملګرتیا ته لمسوي
 د ایران د بهرنیو چارو وزات بیګا په انګریزۍ ژبه یو ټویټري پیغام کښې لیکلي دي: امریکا یا له مصنوعي تور لیسټه په ایستلو سره یا د ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو په ورکولو سره او یا په رسمیت د نیواکګرۍ په پیژندلو سره هڅه کوي چې نور هیوادونه د فلسطین د آرمان قرباني کولو او د ځمکو غلا کونکو ته لاس ورکولو ته وهڅوي.
د دغه پيغام په دوام کښې راغلي دي: دا صلحه او ډیپلماسي نه بلکې بدماشي او رشوت ورکول دي خو ډیر دوام به ونه کړي.
یاده دې وي چې سپینې ماڼۍ په یوې سیاسي خبرپاڼې کښې ادعا کړې وه چې د اماراتو د دفاعي توان په زیاتوالي سره نیغ په نیغه د وسلو خرڅون د امریکې بهرنې سیاست دی او د ملي امنیت د اهدافو ملاتړ کوي.
امریکې هم داشان د صهیونیسټي رژيم نیواکګري په رسمیت پیژندلې او د ټرمپ حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې پر ځینو عرب هیوادونو باندې له دغه رژيم سره د اړیکو د ښه کولو په موخه دباؤ اچولې دی.
ایرنا خبري آژانس
captcha