د امریکا ټولو پنځوسو (۵۰) ایالتونو او دغه راز ډسټرک اف کولمبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې تائید کړي دي کوم چې د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي وو .
د امریکا د انتخاباتو د کمیسیون د نتیجو پراساس ډیموکراټ ګوند په ټول ټاکنو کښې یواتیا (۸۱) اعشاریه درې (۳) میلیونه یعني اته (۸)میلیونه او دیارلس (۱۳) لکه رایې ګټلي دي او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ریپبلیکن ګوند اوه(۷) میلیونه دوه څلویښت (۴۲) لکه رایې ترلاسه کړي دي .
د امریکا د انتخاباتو کمیسیون وویل د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن له پینځه سوه اته څلویښت (۵۴۸)الیکټرول کالج رایو څخه درې سوه شپږ(۳۰۶) او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هم دوه سوه دوه دیرش (۲۳۲) الیکټرول رایې ترلاسه کړي دي .
تهران راډیو