
عمر مکي مصري شپږ کلن ماشوم، د مصر الشرقیه ولایت د کفر الغنیمي کلې اوسیدونکۍ دی، هغه د قاریانو او حافظانو په اتحادیي کې د غړیتوب له مخې هڅه کوي چې له کرونا سره د مقابلې لپاره خپل کلیوال تیار کړي.
قرآن کریم حافظ دا ماشوم، چې تل په خندا له کلیوالو سره مخ کېږي، د خلکو لباره له قرآن کریم آیتونه تلاوت کوي او هغوي روغتیا او له ناروغیو ځان ساتنې او پاکۍ ته بلنه ورکوي.
عمر مکی او څلور کلنه خور چې نور نوم لري څلور میاشتې مخکې د قرآن کریم د حفظ د هڅې او د شرقي ولایت د والي ډاکټر ممدوح غراب لخوا د خپل کلیوالو د مرستې له امله ولمانځلې شو او نقدي جایزې یې ترلاسه کړې.
هغه د دې مصري کورنۍ تر ټولو ماشوم غړۍ دی چې د شرقي ولایت د حافظانو او قاریانو د اتحادیي د غړیتوب سربیره، د مصر د خلکو د شورا اتحادیي کې هم غړۍ دی، په ملي شورا کې د ماشومانو د چارو مرستیال، په مصر کې د بشري حقوقو غړۍ، د عرب په اتحادیي کې د مصر د ماشومانو ویندوۍ او د عربي نړۍ او مصر د عالمانو په شورا کې د ماشومانو سفیر هم دی.