د ایران او د پاکستان چارواکو په تیرو کلونو کښې د سرحدي لارو د زیاتولو پروګرام په اجنډا کښې شامل کړ او هغو ته اړونده نوی بدلون اسلام اباد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف د تیرې میاشت سفر او د ریمدان په نوم د نوي سرحدي لارې د پرانیستلو ښه خبر و .
د ریمدان او د ګبد د لارې پرانیستل به د ایران او د پاکستان ترمینځ د اقتصادي رونق زیری او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي .
ایران او پاکستان له دې مخکې د زر (۱۰۰۰) کلومیټره ګډ سرحد په لرلو سره یوازې میرجاوه او تفتان سرحدي لاره لرله .
د ایران بازارونو ته په لاسرسي کښې اسانتیا ، د صادراتو او د وارداتو زیاتیدل او د دوو (۲)ګاونډیو ولایتونو له ظرفیتونو څخه په ښه ډول استفاده کول د ریمدان ـ ګبد د نوي لارې مزیتونه او ګټې ګڼل کیږي .
د ایران په سیستان و بلوچستان ایالت کښې د ریمدان سرحدي لاره په پاکستان کښې د کراچۍ او د ګوادر بندر ته د نږدې کیدا په خاطر کولای شي د هرکال پینځه (۵) میلیارډه ډالرو ته د دواړو هیوادونو د تجارت د رسیدا لپاره تر ټولو ارزانه لاره ووسي .
تهران (راډیو)