IQNA

له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کولو لپاره د پاکستان د یو ملا ملاتړ

15:06 - December 22, 2020
د خبر لمبر: 3483920
له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کولو لپاره د پاکستان د یو ملا ملاتړ
تهران (ایکنا) - د اسراییلو ټولنیزو شبکو او رسنیو د یو مشهور پاکستانی عالم ویډیو کلپ خپور کړې ده چې پکې هغه د صهیونیسټ رژیم سره د خپل هیواد د اړیکې په نورمال کولو موافقه کوي.

د ویډیو په اساس، چې په اسراییلي رسنیو کې خپره شوې ده، د جمعیت علمای اسلام (JUI-F) ګوند مذهبي مشر او د پاکستان اسلامي عقاید شورا پخواني مشر مولوي "محمد خان شیراني" د شنبې په ورځ په پاکستان کې په یوه کنفرانس وویل: "د اسراییل په رسمیت پیژندل د پاکستان یوه نړیواله مسله ده او زه یې منم."
د دې فلم په خپرولو سره اسرائیلي رسنیو تل آویو ته د اړیکو د عادي کولو په اړه د مذاکراتو د ترسره کولو په هدف د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر په اړه خبر خپور کړ، دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت دا مسئله رد کړې ده.
هم په دې اړه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هیواد له یو ټلویزیوني خبري چینل سره په مرکه کې وویل: پاکستان یوه ډموکریټک ټولنه ده او زمونږ ولس له فلسطینانو په ملاتړ کې ولاړ دی.
3942495

captcha