
د شارجې حاکم او امیر سلطان بن محمد القاسمي په شارجه کې یوازې دغه میوزیم چې په کې د قراني کریم خطي نسخې او انځورونه دي نه محدود کېږي، بلکه د قرآن کریم د پروګرامونو او فعالیتونو او مینه والو راغونډیدو او په دې زمینه کې فعالیت کونکو لپاره بیلابیل ځایونه دي.
دا ټولځای، په نړۍ کې د قرآن ترټولو لوې ټولځای دی چې اووه علمي او تاریخی موزیمونه لري.
د دې میوزیمونو سربیره، د حرا غار شبیه په پيغمبر صلی الله علیه و آله باندې د قران کریم د نازلیدو د کیسې له روایت سره آشنایۍ ترلاسه کولو لپاره په دې ټولځای کې جوړ شوې دې.
د شارجه حاکم څرګنده کړه چې ۳۲۳ نجلۍ او هلکان محصلان له ۱۰۱ د نړۍ له هیوادونو په دې ټولځای کې نوم لیکنه کړې ده او د ۱۸ قرائت کونکو تر نظارت لاندې ، ۲۲۷ تنو د قرانکریم حفظ کړي او د قرآنی سندونه یې ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه: د دې خلکو نوم لیکنه د المقرأ پروژې (د قرآن کریم آنلاین او فاصلې زده کړې) له لارې ترسره شوې وه. د دې خلکو په مینځ کې یو څوک د شمالي قطب څخه دی، کوم چې د دې ټولځای د فعالیتونو موثریت او پراختیا ښایې.