
دا ټولنه د روسیي د ملي ګارډ مشر ویکتور زولوتوف او د چیچنیا د ولسمشر رمضان قدیر اف په شتون سره د په ګروزني کې د روسیې د ۴۶ عملیتاو په ساحه کې پرانیستل شو.
دا عبادتي ټولځای له یو کلیسا متشمل دی چې د دانیال(په ماسکو کې له روسي امیرانو) په نوم ټاکلۍ شوی او جومات هم د شوروي اتحاد یو اتل موولید وسایتوف په نوم جوړیږي.
د دې ټولځای په مرکز کې همداشان یوه د یادګار نښه ده چې په هغې کې د قرآن او انجیل آتیونه نقاش شوې دي.
ویکتور زولوتف په دې مراسمو کې په خپلې وینا کې څرګنده کړه: روس هغه ځمکه ده چې له سنتي ارزښتونو ملاتړ کوي او له دیني موسساتو هم ملاتړ د دې هیواد برخه ده.
د روسیي د ملي ګارد مشر زیاته : د لومړي عبادتي ټولځای پرانیستا د دوه دینونو اسلام او مسیحیت ترمینځه وحدت او د دیني او نړۍ اعتقاداتو ترمینځه د تعامل نښه ده او دا تعامل د روسیي په تیراو اسنې وخت کې شتون لري او دا تعامل نه بیلیدونکۍ دی.
رمضان قدیراف هم څرګنده کړه: د دې ټولځای پرانیستا د دوه دینونو اسلام او مسیحیت د وحدت او د روسیي ولس له نورو ولسو سره د همغږۍ نښه ده.
د چیچنیا ولسمشر په چیچنیا کې د عبادتي لومړي ټولځای جوړولو تاریخي اهمیت ته په اشارې سره د جومات او ارتودکس کلیسا د اتحاد هدف په اړه وویل: اسلام او مسیحیت عشق او احترام ته خلک غواړي او هیڅ څوک نشي کولۍ په مونږ کې د کرکې حس پيدا کړي.