
احسان خزاعي، په اسلام آباد کې د ایران د کلتوري سازمان مشر د دې هنري او ادبي جشنوزمې په اړه وویل:کلتورې سازمان د سردار حاج قاسم سلیماني او شهید ابومهدي مهندس د کلیزې سره سم د دې دواړو مهاجد شهیدانو د شخصیت بیلابیل اړخونو معرفي کولو په هدف د اسماني سردار تر عنوان لاندې په پاکستان کې یوه هنري او ادبي جشنوزمه ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: د دې جشنوزمې په بیلابیلو اړخونو کې وتلي آثارو ته به جایزې ډالې شي او ګډون کونکي او مینه لرونکي کولۍ شي په دې اړه خپل ادبي آثار د کیسې، شعر، خاطره لیک، مقاله، او هنري آثارو لکه د پوسټر ، انځور، کلپ، نقاشي او ښکلې لیک په شکل کې د ۹۹ کال د دۍ میاشتې تر ۱۳ نیټې په iran.council@gmail.com ایمیل راولیږي.
همداشان د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت بیلابیل پروګرامونه د ایران د کلتوري سازمان لخوا، په کراچۍ، پيښور، کویټه او پنډۍ کې په شمول د زمونږ خوښ قسمته ملګرۍ تر عنوان لاندې په کراچۍ کې د ایران د کلتوري سازمان لخوا او همداشان په پيښور کې د ایران د کلتوري سازمان لخوا د اسلامي وحدت شهیدانو کنفرانس ترسره شي.
3943306