
د امریکايي مجرمینو لخوا د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګري شهید ابو مهدي المهندس د شهادت د لومړۍ کلیزې په درشل کې به د عراق په بیلابیلو ښارونو کې مراسم ترسره شول.
هم په دې د طالبانو او سمیه ایز مشرانو او ځوانانو په شتون کې کنفرانس ترسره شو. په دې مراسمو کې ویناوالو، د شهید سردارانو په شهادت کې چې له ترهرګرۍ سره په مقابلې کې یې مهم رول درلودلو او د عراق له خلکو هیواد او مقدسات یې ملاتړ کولو د امریکې لاس لرل وغندل.
همداشان په ذی قار کې د شهدا میراث موسسې، په همدې مناسبت د خلکو په پراخ شتون سره د لمانځلو مراسم ترسره کړل. په دې ډله ایز مراسمو کې د حشدالشعبی او ځایي چارواکو ګډون وکړ. په دې مراسمو ګډون کونکو د عراق د خلکو په خوښه او د پارلمان د پریکړه لیک پراساس د زر تر زره له عراق څخه د امریکې ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ.