په میانمار کې یو حقوقي شرکت، په یو اسراییلي شرکت ګیلات سیټلایټ نیټ د میانمار له ځواکونو سره د روهینګیا مسلمانانو پرضد جنګي جنایتونو لپاره د همکارۍ تور لګولی دی.
دغه حقوقي شرکت وايي چې اسرائیلي شرکت د خپلې نوې ټیکنالوژۍ په پلورلو سره د میانمار مسلمانانو په وژلو کې لاس درلود.
د میانمار حکومت او پوځ د روهینګیا مسلمانانو د عام قتل او نژادي تصفیې په تور تورن دی، تر دې چې د دغه هیواد د پوځ په لاس د وژلو شوې مسلمانانو شمیر ترزرو کسانو رسیږي او تراوسه ۷۰۰ زره مسلمانان ګاونډي هیوادونو ته تښتېدلې دي.
3943555