IQNA

د پاکستان ناشرانو اتحادیي د قران ښوونې په اړه د محکمې حکم هرکلی کوي

5:40 - December 30, 2020
د خبر لمبر: 3483944
تهران (ایکنا) - د پاکستان د قرآن کریم د ناشرانو اتحادیي د لاهور ښار د سترې محکمې د حکم چې د هیواد د ټولو ولایتونو په تعلیمي موسسو کې د قرآن کریم د ښوونې ضروري ګرځولو له حکم هرکلۍ وکړ.

د لاهور د ناشرانو اتحادیي، دا حکم د پاکستان د اساسي قانون د روح په مطابق او د ملت د زړه ارمان وبله.
د دې اتحادیي مشر مالک قدرت الله او یو شمیر نورو چارواکو، د مرغومې په اتمه نیټه په خپلو ویناوو کې وویل چې د قاضي شاهد وحید په مشرۍ د لاهور د سترې محکمې یو تاریخي قضاوت او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لرلید د مدینې د بیلګې پر اساس د دې هیواد جوړولو لپاره د هغې په لور لوې ګام واخیست.
دوي همداشان وویل: په حکومت فرض دي چې د سم قانون له لارې، دا قانوني حکم اجرا کړي او د دې حکم د عملي کولو لپاره له زړه نه اقدام وکړي. دا ډله په حکومتي چارواکو باوري دي چې د قرآن کریم چاپ به په ښکلې کاغذ او چاپي ښکلا او په ارزانه بیه تعلیمي ټولو موسسو لپاره برابر کړي.
3944243

captcha