IQNA

د افغانستان د روغتیا وزیر د استعفا په هکله جنجال جوړ شوی

11:40 - January 01, 2021
د خبر لمبر: 3483946
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ولسمشر دفتر وویل اشرف غني د روغتیا وزیر له استعفا سره موافقت کړی دی .
خو څو دقیقې وروسته د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې د پیغام او د تصویري فائل په خپرولو سره وویل ما  د استعفا غوښتنه نه ده کړي .
هغه په دغه تصویري فائل کښې ویلي دي په تیرو دوو(۲)ورځو کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له ما سره ټیلي فوني خبرې کړي دي او راته یې ویلي دي چې زه استعفا ورکړم ، خو ما ورسره مخالفت کړی او ویلي مو دي زه د خپل کار د دوام لپاره هیڅ مشکل نه لرم  او زه استعفا نه ورکوم خو اوس یو(۱) لیک خپور شوی  اوویلي یې دي چې اشرف غني د روغتیا وزیر له استعفا سره موافقت کړی دی .
دوه(۲) ورځې مخکې د افغانستان قضايي ادارې وویل د روغتیا وزیر ورور ، زوم او یو بل نږدی کس  یې په روغتیا وزارت کښې د رشوت د غوښتلو په تور نیولي دي .
د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له خبریالانو سره په مرکه کښې ویلي دي د ادعا وړ جرم یو(۱) شخصي جرم دی او ما په دې اړه له قضايي ادارو سره ملګرتیا کړي ده او ځان ځواب ورکونکی ګڼم .
تهران راډیو
captcha