
مونږ د نوې میلادي کال په مبارکۍ سره په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره له برکت ، ارامښت ، سولې او عدالت څخه ډک کال غواړي .
ولسمشر حسن روحاني او د ایران د اسلامي جمهوریت نورو چارواکو د عیسایي هیوادونو مشرانو ، چارواکو او ملتونو ته په پیغامونو کښې د نوي میلادي کال د پیلیدا مبارکي ورکړي ده او د ټولو خلکو په تیره بیا د عیسایانو لپاره یې د خوشحالۍ د سلامتیا او د سولې ارزو کړي ده .
حضرت عیسی علیه السلام یو(۱) ستر الهي پیغمبر دی چې په قران کریم کښې یې ډیر احترام شوی دی .
قران کریم په ډیرو ایتونو کښې حضرت عیسی علیه السلام معرفي کړی او د یوه(۱) اولوالعزم پیغمبر په توګه یې د هغه مقام بیان کړی دی .