IQNA

په لبنان کې د شهید ابو مهدي المهندس په نوم سړک

1:01 - January 03, 2021
د خبر لمبر: 3483950
تهران (ایکنا) – د لبنان چارواکو د جمعې په ورځ په مراسمو کې د دغه هیواد په جنوب کې چې د جنوب ولایتونه له نیولې شوی فلسطین پولو سره متصل کوي، د یو سړک نوم د ابومهدي المهندس په نوم وټاکلو.
د لبنان حزب الله د لحشد الشعبي مشر شهید ابو مهدي المهندس چې د امریکې په هوایي برید کې د بغداد په هوايي ډګر له سردار سلیماني سره شهید شوی و، د شهادت د کلیزې په درشل کې، د فلسطین نیولې شوې فلسطین او النبطیه جنوبي ولایتونو د اړیکو لارې نوم د ابو مهدي المهندس په نوم وټاکلو.
د لبنان په پارلمان کې د مقاومت سره د وفادارۍ د کمسیون غړي علي فیاض په دغه مراسمو کې په شتون سره وویل: ابومهدي یو داسې قوماندان و، خپل عمر یې د سیمې د ملت د عزت، خپلواکۍ او ازادۍ د جهاد په لار کې تیر کړ.
د لبنان د جبل سیمې د شورا د اتحادیي مشر هم په دې مراسمو کښې شتون درلودلو، د دې سړک نوم د شهید په نوم ټاکل هغه د جبل کلې لپاره افتخار وګڼلو او وې ویل: د دې سړک اهمیت په دې کې پټ دې چې د جنوب ولایتونو او النبطیه د الشومریه، علمان، القصیر، الطیبه، او دیر سریان له لارې نیولي شوي فلسطین سره متصل کوي.
3944920

captcha