IQNA

افغانستان کښې مسافر وړونکی بس تښتول شوی

1:06 - January 03, 2021
د خبر لمبر: 3483951
تهران (ایکنا) - شین هوا خبري اژانس وايي د افغانستان د هرات ولایت ځايي چارواکو وویل ناڅرګندو وسله والو کسانو نن په دغه ولایت کښې یو(۱) بس چې مسافران پکښې سپاره وو وتښتوه .
تراوسه دغه تښتول شوی بس د مسافرانو د برخلیک په هکله هیڅ راپور نه دی خپور شوی .
که څه هم تراوسه کومې ډلې د دغه بس د تښتولو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو طالبانو په ځلونو په بیلابیلو ګاډو باندې حملو سره مسافران له ګاډو کوز کړي او تښتولي او بیا یې وژلي هم دي .
 تهران راډیو
captcha