IQNA

قاسم سلیماني د فلسطین د خلکو ملاتړی و

1:15 - January 03, 2021
د خبر لمبر: 3483952
تهران (ایکنا) - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس نامتو غړي اسامه حمدان د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د غزې د خلکو او د مقاومت ډلو ملاتړی وباله .
هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په دوه زره اتم (۲۰۰۸) او دوه زره نهم (۲۰۰۹) میلادي کلونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم په دوه ویشت (۲۲) ورځې  تیري کښې د غزې د خلکو ملاتړ وکړ او د مقاومت  له ډلو سره و
اسامه حمدان ټینګار وکړ شهید سلیماني د استکبار او د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په وړاندې د سیمې د مقاومت د ځواکونو په وحدت او اتحاد کښې مهم رول درلود .
هغه له صهیونیسټ رژیم د ځینو عربو واکمنانو د سازباز په هکله وویل هغه ساز باز کونکي به چې دقدس او دفلسطین په هکله تسلیم شول پښیمانه شي او په سیمه کښې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر د اسلامي امت د ارادې واقعیت نه دی بلکې د عربو  ملتونو په وړاندې د سازباز کونکو حقیقي څیره ښکاره کوي .
تهران راډیو
captcha