IQNA

د مسلمانانو عالمانو نړیوال اتحادیي لخوا له اسرائیلو هراړخیزه بندیزونو فتوا صادر شوه

9:07 - January 04, 2021
د خبر لمبر: 3483954
تهران (ایکنا) - د مسلمانانو عالمانو نړیوال اتحادیي په فتوا کې خبر ورکړ: د صهیونیسټي رژیم بندیز له نیولې شوې فلسطین له ټولو مځکو د دې نیواکګر رژیم تر بشپړه وتلو پورې واجب دی.

د مسلمانانو عالمانو د نړیوال اتحادیي یوه بیانیه د فیسبوک په خپل رسمي پاڼه کې خپره کړې او د مسلمانانو عالمانو د نړیوال اتحادیي مشر احمد الریسوني او د د دغې اتحادیي د سرمنشي علي محي الدین لخوا لاسلیک شو، چې په کې د رژیم صهیونیسټي په هر اړخیزه بندیز ټینګار وکړ.
په دې بیانیه کې راغلي: زمونږ فتوا د اسرائیلو نیواکګر رژيم او د دوي د محصولاتو او څیزونو او توکو په اړه ده، ځکه چې زمونږ ځمکې او کورونه یي نیولې دي او زمونږ روڼه او د هغوي کورونه او د سوریي په جولان یې برید کړې او هغوي یې بندي کړې دي او همداشان الاقصی جومات یې نیولې دی.
په دوام کې راغلې چې له نیوکې مخنیوۍ، له نیولې شوې مځکې د نیواکګرو ویستل او د هغې په وړاندې مقاومت مشروع دی او یوه شرعي وظیفه او له بشر سره ملګرتیا ده. پاک فطرتونه، د دوي په وړاندې مقاومت له ټولوو وسایلو سره مشروع او په رسمیت پیژندي او نړیوال قانون، د ملګري ملتو بریکړه لیک، نړیوالې ژمنې او د هیوادونو اساسي قانون دا څرګنده وي.
په دې بیانیه کې په ځینو قانوني اسنادو، په شمول د ۱۹۰۷ د ۴۲ مادې ته اشاره شوې چې څرګنده وي کله چې یو هیواد د دښمن د پوځ د تصرف لاندې راغلو نیواکګر به شمیرلې کېږي.
3945415

captcha