IQNA

په افغانستان کښې د نشه ايزو توکو د توليد په پراختيا کښې د امريکې کردار

15:28 - January 04, 2021
د خبر لمبر: 3483957
تهران (ایکنا) - پاکستان د امريکې په شمول لويديځ په افغانستان کښې د نشه ايزو توکو د توليد د پراختيا اصلي عامل وبلۀ.
د پاکستان له نشه ايزو موادو سره د مبارزې او کنټرول وزير اسلام آبادته د ايران له نشه ايزو توکو سره د مبارزې د پوليسو د مشر له سفر سره په يو وخت وويل،له ۲۰۰۱ کال نه تر اوسه پورې د نشه ايزو توکو له قاچاق سره د مبارزې په بهانه په افغانستان کښې د امريکې د ماتې خوړلي فوځي شتون له وخت نه نۀ يوازې د دغې سپېرې او کور سوزونکې ښکارندې توليد څو برابره زيات شوے بلکه د دغه هېواد لږ ترلږه درې ميلين خلق هم په نشه اخته شوي دي.
اعجاز احمد شاه چې په دې وروستيو کښې يې د پاکستان له نشه ايزو توکو سره د مبارزې او کنټرول د وزارت ذمه واري په غاړه اخېستې ده د نشه ايزو مواد د قاچاق د مخنيوي لپاره د تهران – اسلام آباد د ګډو کوششونو غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګ زياته کړه، هيڅ يو هېواد د نشه ايزو توکو د کنټرول په موضوع کښې سل په سلو کښې نتيجه نه شي ترلاسه کولې مګر دا چې د ګاونډيانو ترمېنځ غږملتيا موجوده وي او که دغه غږملتيا نه وي نو نه شوو کاميابېدې.
اعجاز احمد شاه واضحه کړه  که څه هم افغانستان د نشه ايزو توکه کر او توليد په مخنيوي کښې کوي خو دغه مواد له افغانستانه بهر او اروپا او نورو سيمو ته قاچاق کيږي او په همدې وجه ايران او پاکستان د دغې ښکارندې په خلاف په بې امانه مبارزې سره له نشه ايزو توکو سره د جنګ اصلي قربانيان ګڼل کيږي.
په افغانستان کښې د افيمو د توليد زياتوالے په داسې حالاتو کښې دے چې امريکې او د هغې انډيوالانو په تېرو شلو کلونو کښې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او امنيت د ټينګولو په بهانه په دغه هېواد حمله وکړه، خو له هغه وخت نه تر اوسه پورې په دغه هېواد  کښې ناامني، ترهه ګري او د نشه ايزو موادو توليد ډېر زيات شوے دے.
تهران راډیو
captcha