IQNA

ایتوپیا د ناجشي تاریخي جومات بیا جوړوي

14:28 - January 05, 2021
د خبر لمبر: 3483962
تهران (ایکنا) - د ایتوپیا حکومت اعلان وکړ چې د هیواد په شمال کې د نجاشي جومات بیا جوړوي، دا جومات چې د اسلامي نړۍ یو له پخوانیو جوماتونو څخه دی، تیر کال د نظامي نښتو له امله زیانمن شوی و.

د نجاشي جومات چې د اتوپیا(حبشه) له باچاهانو د یو په نوم دی چې یو موده د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د یوشمیر د اصحابو کوربه و، د دې هیواد د پلازمینې آدیس آبابا په شمال کې په ۷۹۰ کیلومیټرو کې موقعیت لري.
دا چې ډیر ستر جوړ شوې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له اصحابو د ۱۵ قبرونو هدیره لري چې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د بعث په پيل کې د بت پرستانو له اذیت او آزاره اتوپيا ته راغلې و.
نجاشي جومات چې ډیر کسان هغه د اسلامي عبادتي ځایونو دویم ځای په توګه پيژني او د اتوپي مسلمان هغې ته دویمه مکه وایي، د تیر کال د نومبر په میاشته کې له تیګراي خپلواکي غوښتونکو خلکو سره په پوځي نښتو کې، د دې جومات څو ځایونه په تیره بیا منارې له غټو وسلو هدف ګرځیدلې وي.
د اتوپي له کلتوري میراث حفاظت او څیړني ادارې مرستیال د دې هیواد په حکومتي تلویزیوني مرکه کې وویل: د حکومت لخوا د کارپوهانو یوه ډله دغه ځای ته سفر کوي تر څو دې جومات ته رسیدلي زیان په اړه ارزوني او بیا د جوړنې کار پيل کړي.
3945793

captcha