د الجزایر د دیني چارو او اوقاف وزیر یوسف بلمهدي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ټول هیواد کې ۲۰ زره او ۵۰۰ قرآني مدرسي او تعلیمي موسسې طالبانو او نورو مینه والو ته د قرآن کریم تعلیم ورکولو لپاره کار کوي.
هغه په دغه هیواد کې له قرآني مباحثو سره مینه لرونکو او طالبانو د شمیر په اړه وویل چې تقریبا ۸۰۰زره او ۵۰۰ طالبان په قرآني مدرسو کې په زدکړو کې مشغول دي.
بلمهدي ټینګار وکړ چې د الجزایر په پلازمنیه کې ۵۸ مدرسي او ۱۰۱۰ قرآني موسسې قرآني شتون لري.
د الجزایر د دیني چارو او اوقاف وزیر په پای کې ټنیګار وکړ چې د دې مرکزونو د شمیر زیاتول او د نورو زیاتو محصلانو جذب کول، د الجزایر د حکومت او ولس له قرآن کریم سره د مینې نښه ده.
3945732