IQNA

بین الافغاني خبرې اترې نن قطر کښې پیلیږي

14:43 - January 05, 2021
د خبر لمبر: 3483964
تهران (ایکنا) - په قطر کښې د افغانستان د سولې په هکله بین الافغاني خبرې اترې له یوه(۱) ځنډ وروسته نن بیرته پیلیږي .
د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې تراوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړي  د تیر میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دولسمه (۱۲)نیټه پیل شوي وې خو څه موده ځنډیدلي او نن بیرته دغه خبرې شروع کیږي .
په نن ورځې خبرو کښې به د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا او د تاوتریخوالي د کمولو په هکله بحثونه وشي .
دا د امریکا د ولسمشر ټرمپ چې څو ورځې وروسته له قدرت څخه څنګ ته کیږي د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بیولو اخري کوشش دی .
د افغانستان او د طالبانو ترمنځ نن د قطر د سولې په خبرو کښې د کابل د حکومت لخوا په هیواد کښې په دايمي ډول د جنګ د بندیدا او د راتلونکي حکومت په اړه د بحثونو امکان شته .
د افغانستان د حکومت د مرکچي ډلې غړي غلام فاروق مجروح وویل د کابل حکومت به په دایمي اووربند او د موجوده حکومت په ساتلو ټینګار وکړي.
تهران راډیو
captcha