IQNA

د الجزایر قرآن راډیو تخنیکي ستونزې یوه لویه ستونزه شوه

12:37 - January 07, 2021
د خبر لمبر: 3483969
تهران(ایکنا)- د الجزایر ورځپاڼې الشروق د دې هیواد د قرآن راډیو په خپریدو کې د تخنیکي ستونزې رامینځته کیدو وروستو له چارواکو پوښتنه کړې ده.

د الجزایر قرآن راډیو په داسې حال کې چې د قرآن کریم تلاوت ترې خپریدو، له تخنیکي ستونزې سره مخ شو او د څه وخت پورې د قران کریم د تلاوت خپریدل یې بند شول او د هغې په ځای د ځایي موسیقۍ او ساز خپور شو چې د اوریدونکو لپاره حیران کونکۍ و.
دا فني ستونزه څوځله تکرار شوه او هر ځل د قرآن کریم تلاوت په ځای به له الجزایر قرآن راډیو یو قبیله اي موسیقي او ساز خپریدو.
هم له دې امله د الجزایر الشروق ورځپاڼې د دې هیواد د قرآن راډیو چارواکو پوښتنلې چې د دې فني ستونزو په اړه توضیح ورکړي.
دې ورځپاڼه د دې راډیو له چارواکو غوښتي ترڅو د دارنګه فني ستونزو لا رامینځته کیدو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي ترڅو د قرآن کریم سپیڅلتیا حفظ شي، او بیا درانګه ستونزو سره مخ نشي.
3946096

captcha