د پاکستان د مذهبي چارو وزیر او د بریلوي اهل سنت مشهور عالم پیر نور الحق قادري وویل: پاکستان د اسلام په نوم خپلواکي او رسمیت ترلاسه کړې او د دې هیواد اصلي کلتور د قرآن کریم تلاوت او نعت خواني ده.
هغه چې د پاکستان وتلي قاري سید صداقت علي ته یې د غورې نښې ورکولو په مراسم کې ونیا کوله، زیاته کړه: د قرآن کریم د تعلیم د ودې لپاره د قاري سید صداقت علي وړاندیزونو په اړه به څیړنې وکړو.
د انصاف ګوند غړی سینټر فیصل جاوید، د اهل سنت وتلی عالم قاري ګلزار نعیمي او په دغه مراسمو کې نور ګډون کوونکو دغه ښکلي غږ لرونکي او وتلي قاري صداقت علي ته وویل: په اسلام آباد کې د قرآن کریم د نړیوالې اکاډمۍ جوړول ډیر ضروري دي.
دوي ټینګار وکړ: له قرآن کریم سره د مسلمانانو تړاو د اسلامي امت لپاره افتخار دی او د اختلاف او تفرقې شتون د قران کریم ښودنو ته د پام نه کولو لاامله دي.
3946364