IQNA

د پاکستان د بلوچستان په مچ سیمه کې د ۱۱ معدنچنیانو د وژنې غندل

6:54 - January 11, 2021
د خبر لمبر: 3483976
تهران (ایکنا) - د اسلامي مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې تولنې مشر پاکستان د بلوچستان په مچ سیمې کې د ۱۱ معدنچنیان له تښتولو وروستو د سرونو غوسول وغندله.

د نامعلومو برید کوونکو د پاکستان د بلوچستان په مچ سیمې کې د جنوري میاشتې په دریمه نیټه، ۱۱ معدنچنیان له تښتولو وروستو د سرونو په غوسولو سره دوي شهیدان کړې و، د داعش ترهګرې ډلې د دې پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستلۍ دی.
د اسلامي مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې تولنې مشر حمید شهر یاري د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې یادونه کړې: د پاکستان په بلوچستان کې د شیعیانو کان کیندونکو وحشیانه او بې رحمانه قتل عام د نړۍ د بیداره مسلمانانو زړونه ټپي کړي او د افراطي ډلې داعش لپاره د بې شرمۍ یو بل داغ ثبت کړ.
captcha