د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ویاند ونسا هوگوینین (Vanessa Huguenin)، په یوه مرکه کې د یوې نوې مطالعې پایلو ته په اشارې سره وویل: په مجموع کې ، په یمن کې .5 13.. ملیونه وګړي د لوږې ، مړینې یا د خپلو کورنیو د تغذیه کولو لپاره د کافي خوراکي توکو د ترلاسه کولو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان (FAO) لخوا ترسره شوې یوه سروې وايي چې ممکن د 2021 کال د جون تر میاشتې پورې دا شمیره 3 ملیون ته لوړه شي، په داسې حال کې ممکن ده د هیواد له نیمایي ډیر خلک وږی وي.
هغه زیاته کړه: "د قحطي مخه نیول همدا اوس یو لومړیتوب دی." هرڅوک باید په یمن کې د قحطي مخه نیولو لپاره هر هغه څه وکړي چې کولی یې شي. موږ پوهیږو چې څنګه په یمن کې د قحطۍ مخه ونیسو ځکه چې موږ دوه کاله مخکې هغه مهال دا کار وکړ کله چې نړۍ پریکړه وکړه چې مرسته وکړي، مونږ دا کار وکړ.
هغه په دوام کې وویل: دا کار به د میلیونو کسانو په شمول د لسګونو زرو ماشومانو چې له خواړو نیشتوالي سره مخ دي مرسته وکړي.
3947331