IQNA

ایران به د امریکادغیرقانوني اقداماتوپه ضدنړیوال عدالت ته شکایت وکړي

10:25 - January 17, 2021
د خبر لمبر: 3483989
تهران (ایکنا) - د امریکا حکومت یوه موده کیږي ، چې د نړیوالو حقوقو او قوانینو په خلاف ئې په امریکا کې دنړیوالو اورګانونو په دفترونو کې د ایرانیو ډيپلوماټانو او دهغوي کورنیو لپاره مشکلات راولاړ کړي دي او دغه اقدامات د ا یرانیو او څو نورو هیوادونو هیوادونو دډيپلوماټانو په کاري چارو کې دخنډونو لامل شوي دي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  پرون  په رسمي توګه  امریکا ته خبرداری ورکړ  چې که  په نړیوالو اورګانونو کې  دایرانیو ډيپلوماټانو  په ضد خپل  غیر قانوني اقدامات ونه دروي ،نو له دغه هیواده به  نړیوال عدالت ته شکایت وکړي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي    په دغه رسمي یاددښت کې چې په تهران کې د سویس سفارت له لارې امریکا  ته لیږدول شوی دی ، امریکا ته خبرداری ورکړل شوی  چې که خپل غیر قانوني اقداما ته ونه دروي نو په جدي توګه به ئې  نړیوال عدالت ته وکاږي او  دخپلو حقه حقوقو به  دفاع وکړی .
 هغه روښانه کړې ده ، د امریکا حکومت  یوه موده کیږي ، چې  د نړیوالو حقوقو او قوانینو په خلاف  ئې په امریکا کې  دنړیوالو  اورګانونو  په دفترونو کې  د ایرانیو ډيپلوماټانو او دهغوي کورنیو  لپاره  مشکلات راولاړ کړي  دي او دغه اقدامات د ا یرانیو او څو نورو هیوادونو هیوادونو دډيپلوماټانو  په کاري چارو کې دخنډونو لامل شوي دي .
 د ایران د خارجه وزارت ویندوي په ډاګه کړې ده ،  دامریکا حکومت  د څو نړیوالو اورګانونو دکوربه په توګه  له خپلو ژمنو سره سره ، هیڅکله  هم ښه کوربتوب نه دی کړی او  دملګروملتو د تاریخ په اوږدو کې  ئې د نورو هیوادونو د ډيپلوماټانو د کورنیو  غړي کړولي او زورولي دي  چې  د نړیوالو قوانینو ښکاره او څرګنده خلاف ورزي ده.
captcha