فرانس د داخلي چارو وزیر جرالد دارمانین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: له ۱۸ جوماتونو او عبادتي ځایونو چې زما په وینا له ځانګړې څارنې لاندې و، له هغې نهه بند شوې دي.
د فرانس وزیر زیاته کړه: مونږ به د اسلامي اسلامي بېلتونپالنې تفکر په خلاف کلک او سخت اقدامات ترسره کوو.
دارمانین د دسمبر میاشتې په دویمه خبر ویلې و چې په فرانس کې د ۷۶ جوماتونو د پاملرنې لپاره، پراخ اقدامات او څارنې ترسره کېږي.
هغه فرانسوي خبري آژانس ته ویلې و چې له ۹ څخه د اته جوماتونو بندیدل د اداري له امله ترسره شوي چې له هغې ۵ موردونه د امینتي تدابیرو خیال نه ساتنې له امله دي او له دغې زیات عبادتي ځایونه په پیرس کې شتون لري.
د فرانس د داخلي چارو وزیر څرګنده کړه چې په ټوله د څیړنې ۳۴ عملیات په وروستۍ اونۍ کې د مسلمانانو په عبادتي ځایونو کې ترسره شوې دي.
3948157