IQNA

د ټرمپ رژيم په ختمېدو د مېرمن زېنب سلېماني ردعمل

8:29 - January 21, 2021
د خبر لمبر: 3484004
تهران (ایکنا) - د شهيد قاسم سلېماني لور مېرمن زېنب سلېماني په خپل يو ټوئيټ کښې د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رژيم په ختمېدو ردعمل څرګند کړ.
د الحاج قاسم سلېماني قدرمنې لور په خپل ټوئيټ کښې ډونالډ ټرمپ ته په خطاب سره وليکل؛ څوک تا د شهيد سلېماني د شهيدولو په وجه اتل نه ويني.
په دغه پېغام کښې راغلي دي: « ښاغلي ټرمپه! تا زما پلار په دې چټي اميد شهيد کړ چې يو اتل وليدې شې، حال دا چې هغه داسې جرنېل ؤ چې په کاميابۍ سره يې د داعش او القاعدې په خلاف د جنګ مشري وکړ، خو ته په عوض کښې مغلوب، ګوښه ته شوے او ماتې خوړلے شوې. څو تا اتل نه ويني، بلکه د يو داسې کس په توګه دې ويني چې خپل ژوند به له خپلو دښمنانو څخه په ويره کښې تېروې.»
بېګا په امريکه کښې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوران ختم شو او جوبائيډن د دغه هېواد د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه سوګند وخوړۀ.
خبرگزاری فارس
captcha