IQNA

کابل کې د ایتالیا سفارت د کارکوونکو پر موټر چاودنه

9:30 - January 26, 2021
د خبر لمبر: 3484015
تهران (ایکنا) - کابل کې پرون سهار چاودنه شوې. ویل کیږي چې دغه چاودنه د ایټالیا سفارت د کارکوونکو پر موټر شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وايي چې پېښه د څلورمې حوزې دوهم پروان سیمه کې شوې ده.
ښاغلی فرامرز د پېښې څرنګوالي په تړاو بیانوي چې چاودنه د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله پر یوه لندکروزر موټر شوې ده او چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې دغې چاودنې کې یو تن ټپي شوی او د اقتصاد وزارت یو موټر چې د سیمې د تېرېدو په حال کې و زیانمن شوی دی
د چارواکو په وینا چاودنې مالي زیان اړولی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سهار د افغانستان بانک د منازعاتو د حل رییس، عبدالله درانی له خپل چلوونکي سره ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
دغه پېښه د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند په شاه شهید سیمه کې رامنځته شوه چې د ښاغلي دراني پر موټر یوه مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.
captcha