IQNA

د نجف په سیمه کې په چاودنه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان

11:53 - January 28, 2021
د خبر لمبر: 3484023
تهران (ایکنا) - د نجف اشرف په سیمه کې د هاوان مرمۍ په لګیدو سره یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د عراق د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د نجف ولایت په الحولي سیمه کې د جنګ له وختو پاتې شوې یو هاوان مرمۍ یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د پیښې په تعقیب ، امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او تحقیقات یې پیل کړل ، او غوښتنه یې وکړه چې خلک د نامعلومو شیانو څخه لرې وسي او د شکمنو قضیو راپور ورکړي.
الحولي سیمه د نجف اشرف شمال ته 35 کیلو متره شمال ته د کربلا ولایت پر لاره ده.
3950266

captcha