IQNA

په کابل ښار کې دوې چاودنې وشوې

18:33 - January 30, 2021
د خبر لمبر: 3484028
نهران(ایکنا) - د افغانستان امنیتي چارواکي د دي هیواد په پلازمینه کابل ښار کې د دوو چاودنو خبر ورکوي
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز افغان رسنیو ته وویل: چې لومړۍ چاودنه نن سهار  ۸ او ۵۰ دقیقې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمې کې پر یو رنجر موټر شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
هغه زیاته کړه: دوهمه چاودنه ۹ او ۴۰ دقیقې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان څلور لاري سره پر یوې کرولا ډوله موټر شوې چې ۴ملکي وګړي یې ټپیان کړل.
تر اوسه د دواړو چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
تهران راډیو
captcha